انټوني بلینکېن خبرداری ایران ته !

لیکوال : نسیم ستانیزی
دامریکا د بهرنیوچارو وزیرانټوني بلینکین نن وویل: دابرید ایران پلوه ملیشو کړیدی. هرڅوک چې دمنځنی ختیځ له شخړې نه کار واخلی او غواړي چې پراخه ېې کړي، هغوی ته داخبرداری دی چی داکار مه کوئ!.
دولسشمر بایډن نیت څرگند دی: موږ به قاطع ځواب ورکړو. داکار به موږ په خپل وخت او د خپلې خوښې په ځای کې وکړو.
دایران د ډرون جوړولو فابریکی په نښه کیدلی شي
نن سه شنبې ، د جنوري دیرشمه تقریبا دری ساعته مخکې، دامریکا ددفاع وزارت پخوانی مرستیال ډیویډ سډني وویل چې امریکا به دهغو درې وژل شویو امریکایانو په بدل کې پر ایران درې اړخیز بریدونه وکړي:
• اول برید به په هغه ځای او پرسونل باندې وي چې دغه گروپ پکې مرکز لري. امریکا دا ډله تشخیص کړېده او هغوی د برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.
• دویم برید به دایران پر هغو ملیشو ډلو وي چی په دې برید اونورو بریدونو کې ېې برخه اخیستی ده.
• دریم برید به په ایران کې دننه په خاصو صنعتي ځایونو باندې وي، په خاصه توگه د ډرون په فابریکه باندې چی بې پېلوټه الوتکی (ډرون) پکې تولیدیږي. ددې نښی نښانی ټولی شته دي، چې هغه ډرون الوتکه چې په دې برید کې کارول شوېده، هغه ایران کې جوړه شوېد.
• ډیویډ سیډني داهم وویل چې دایران د ساخت ډرون الوتکیو نه دروسېې دیکتاتور پوټین هم په پراخه کچه دیوکراین داهدافو او خلکو په بمبارولو کې کار اخلي. هغه زیاته کړله چې امریکا له دې سره سخته مخالفه ده چې ایران پرروسیه ډرون خرڅوي.
• ډیرنور غږونه هم شته دي چی وايی امریکا دې دایران پردغوځایونو برید وکړي.
د بایډن ادارې دایران د برید په برخه کې یو لړ مجلسونه پیل کړیدی او وايی چی ایران ته به دهغو درې امریکایانو د وژل کیدلو او ۴٠ نورود زخمی کیدلو په خاطر غوڅ ځواب ورکړي. دغه درې امریکایان د اردن او سورېې سرحد ته نیژدې دامریکا په یوه اډه باندې د ډرون په برید کې ووژل شول. دامریکا د بهرنیوچارو وزیر انټونی بلینکن وویل چی دابرید هغو ملیشو کړیدی چی ایران ېې ملاتړ کوی.
دامریکا درې عسکر په ا ردن کې په یوه مرکز کې د جنوری په اته ویشتمه ووژل شول او څلوېښت نور زخمي شول.
جمهوری غوښتونکي جوبایډن ډارن او بې زړه بولي او وايي که ایران ته د ې سزا ورنکړله نو ته به ډارن ېې.
په واشنگټن کې دایران د برید عکس العمل:
دامریکا ددفاع وزارت پخوانی مرستیال جېم ټاون زینډ وايی ایران امریکایان را پاروي، غرب راپاروي چې برید پرې وکړي. دایران برید دامریکا پرقواو او ددری تنو وژل په ډرون باندې ددې لپاره ول چې ” په منځني ختیځ تشنج او جنجال زیات کړي”. خو دامریکا ددفاع وزارت پخوانی مرستیال وايی چې باېډن به دایران په دې تلک کې ونه نښلي. ددفاع وزارت پخوانی مرستیال ټاون زینډ وايی داکار به یا دایران کومې ملیشې ډلې کړی وي او یابه ایران غوښتل چی داکار وشی. هغه وايی موږ غواړو دایران په نیت پوه سو او له هغې سره سم اقدام وکړو. ددې لپاره چې آینده کې داسی بریدونه ونکړي نوپکارده داسی ځواب ورکړل شی چې ایران ېې په واضح توگه واوري او ژوبل سي. په همدې مسله اوس کار روان دی.
ښاغلي ټاون زینډ ددې پوښتنی په ځواب کې چې دایران دې عمل څه ډول عکس العمل په واشنگټن کې راپارولی دی وویل: ډېر ستر عکس ا لعمل ېې راپارولی دی. جمهوری غوښتونکي جوبایډن ډارن او بې زړه بولي اوورته وايی چی که ایران ته د ې سزا ورنکړله نو ته به ډارن ېې. او داکار له دې امله پېښ سو چی ته کمزوری ېې ، او داسی نورې خبرې په واشنگټن کې روانې دي. خو دیته مو پام وي چې انتخاباتو لپاره هم مبارزه روانه ده او دا تورونه هم دانتخاباتو یوه برخه گڼل کېدلی سی. له بل پلوه ، دیموکراتان هم پرې غورکوي چی داکار چا کړیدی ؟ نیت اومقصد ېې څه و؟ دابه د یوستر عکس العمل سبب سی چې څه ډول ځواب ورکړي چې هماغه مرکز وویشتل شی خو د ستر جنگ د جوړیدلو سبب نسی.
پوښتنه داده چی څنگه ایران ته نظامی ځواب ورکړل سی او له ایران سره دامریکا ټکر رانسی، ټاون زینډ وايی دی فکر نکوي چی ایران دې هم له امریکا سره مستقیمه جگړه وغواړي. ښاغلی ټاون زینډ وايی بایډ پخوانی مسلکی اوتجربه کار سیاستوال دی ، ایران پرې بدماشی نسی کولی.
ایران او لویدیځ:
ایران د لویدیز له خوانه په دې تورن دی چې په منځنی ختیځ کې له حماس سره مرسته کوي، له حوثیانو سره په یمن کې مرسته کوي، دلبنان له حزب الله سره مرسته کوي او دایران او پاکستان ترمنځ فعالیتونه لیدل شوي دي. داگرانه ده چې وویل سي چی ایران په سیمه کې خړپړتیا او تشنج نه غواړي.